ولسی جرګه: شونی ده ډالر د افغانی پیسو په وړاندې ۷۵ ته ورسېژی

  • خپرول: ۲۴ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 41133

په وروستیو ورځو کې د بهرنیو پیسو په ځانګړی توګه د ډالرو په وړاندې د افغانی پیسو ارزښت کموالی موندلی دی. دغه موضوع لامل شوی چې د جرګې استازی حکومت ته خبرداری ورکړی چې که ددغې ستونزې حل په موخه یوه حل لاره په پام کې ونه نیول شی، شونی ده ډالر ۷۵ ته ورسېژی.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو بیه په بې ساری ډول زیاتوالی موندلې ده. اوس مهال یو ډالر څه باندې ۷۰ افغانی بدلېژی. د افغانستان مرکزی بانک د حکومت او عطا محمد نور ترمنځ وروستی جنجالونه او د ۱۳۹۷ مالی کال پیل او همداراز د سیمې په بازارونو کې د ډالرو بیې زیاتوالی په بازار کې د ډالرو بیې د زیاتوالی له سترو لاملونو څخه بولی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41133

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *