ولسی جرګه: د افغانستان وروستی بریدونه قتل عام بلل کېږی

  • خپرول: ۱۰ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: پارلمان
  • د خبر شميره: 56010

ولسی جرګې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه په یوه پرانستی لیک کې غوښتنه وکړه ، چې په افغانستان کې وروستی ترهګریزې پېښې د بشری جنایت په توګه وڅیړی او د ترهګرۍ ملاتړی هیوادونه دې په تور لیست کې شامل کړی.
په ورته مهال ولسی جرګه وایی، د کابل په ګډون په ولایتونو کې د نوم لیکنې مرکزونه خوندی نه دی او حکومت په لوی لاس د ملکی وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
ولسی جرګې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه په یوه پرانستی لیک کې په افغانستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو د څیړنې غوښتنه کړې او وایی له عاملانو سره یې باید د بشری جنایت کارانو په حیث چلند وشی.
د ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون په دغه پرانستی لیک کې په افغانستان کې وروستۍ ترهګریزې پېښې قتل عام بلل شوی او له دې شورا څخه غوښتنه شوې چې دغه پېښې دې د بشری جنایت په توګه وڅیړی.
ولسی جرګې له امنیت شورا غوښتنه وکړه چې د افغانستان په تړاو دې ځانګړې ناسته راوبولی او د ترهګرو ملاتړی هیوادونه دې د ترهګرو په تور لیست کې شامل کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=56010

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *