ولسمشر په وروستیو ورځو کې له ۲۰ سیاسی شخصیتونو سره جلا جلا لیدنې ترسره کړی

  • خپرول: ۱۶ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 75285

ولسمشری ماڼۍ اعلان کړی چې ولسمشر محمد اشرف غنی له څو ورځو راهیسې له یوشمېر سیاسی شخصیتونو او جهادی مشرانو سره په جلا جلا توګه لیدنه او خبرې کړی دی.
جمهور رئیس محمد اشرف غنی د ملی او مهمو مسایلو په اړه د مشورتی ناستو په لړ کې له سیاسی او جهادی رهبرانو او شخصیتونو سره د سولې، اوربند، ټاکنو او د هېواد د ځینو مهمو روانو موضوعاتو په اړه بحث او مشورې وکړې.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلی، په دې مشورتی ناستو کې، چې له څو ورځو راهیسې یې دوام درلود، جمهور رئیس غنی د جمهوری ریاست لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، مخکېنی جمهور رئیس حامد کرزی، عبدرب الرسول سیاف، حضرت صبغت ‌الله مجددی، محمد یونس قانونی، عطاء محمد نور، محمد محقق، محمد خان، ګلبدین حکمتیار، محمد کریم خلیلی، سید حامد ګیلانی، انوارالحق احدی، عبدالهادی ارغندیوال او ځینو نورو شخصیتونو سره په جلا توګه ولیدل.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، سیاسی رهبرانو او مشرانو د سولې، امنیت، اوربند او ټاکنو په ګډون د هېواد د روان وضعیت او سیاسی مسایلو په تړاو خپل لیدلوری، وړاندیزونه او نظرونه د هېواد جمهور رئیس سره شریک کړل.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75285

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *