ولسمشر محمد اشرف غنی آذربایجان ته ولاړ

  • خپرول: ۲۳ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108474

د افغانستان د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غنی د یو دولتی پلاوی په مشرۍ اذربایجان ته لاړ.
له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلی دی چې د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غنی د یو لوړ پوړی دولتی پلاوی په مشرۍ د اذربایجان پلازمینې باکو ته لاړ.
سرچینه زیاتوی چې نوموړی به د اذربایجان په پلازمینه باکو کې په جوړېدونکې نړیواله غونډه کې هم ګډون وکړی او هم به ددې هیواد له ولمشر الهام علی اوف سره وګوری.
ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې به افغانستان له اذربایجان سره د مخابراتی او معلوماتی ټکنالوژۍ په اړه یو تړون لاسلیک کړی او همدا راز به د اورګاډی د پټلۍ په اړه هم غنی ددې هیواد له چارواکو سره خبرې وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108474

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *