
ولسمشر له صنعت کارانو وغوښتل ترڅو د لمریز او بادی انرژی په برخه کې پانګونه وکړی
- خپرول: ۵ سنبله ۱۳۹۷
- نوملړ: اقتصاد
- د خبر شميره: 79493
ولسمشر اشرف غنی د سوداګرۍ او صنایعو خونې له یوشمېر مسولینو سره په لیدنه کې له دوی څخه وغوښتل چې د صنعت پراختیا په ځانګړی ډول د لمریز او بادی انرژی د تولید په برخه کې پانګونه وکړی.
ولسمشری ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلی، ولسمشر اشرف غنی نن دوشنبه د صنعت کارانو له ځینو مرکزی او ولایتی مسولینو سره لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې صنعت کارانو ویلی چې اوس مهال ۳۳ تولیدی سکټورونه بشپړ ځان بسیا او ۲۲ نور سکټورونه نیمه ځان بسیا ته رسېدلی او که حکومت له دوی څخه ملاتړ وکړی، دغه سکټورونه به هم ځان بسیا ته ورسېږی.
ولسمشر غنی د اقتصادی پرمختګ او پانګونې په برخه کې له صنعت څخه کار اخیستل مهم وباله او په دې برخه کې ددوی له هڅو څخه مننه وکړه. دی ویلی چې حکومت د صنعت پراختیا په ځانګړی ډول د مرستې په برخه کې چمتو دی او ددې برخې د پراختیا په موخه ځانګړی پروګرام تر لاس لاندې لری.
نظرات(۰ دیدگاه)