ولسمشر غنی په سریلانکا کې ترهګریز بریدونه وغندل

  • خپرول: ۲ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 113981

ولسمشرغنی د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره په سریلانکا کې ترهګریز بریدونه غندلی او ددې پېښې د قربانیانو کورنیو ته یې ډاډګېړنه وویله.
تېره ورځ د سریلانکا په بېلابېلو ښارونو کې د کاتولیکانو د پاک اختر د مذهبی مراسمو په ترڅ کې اته چاودنې ترسره شوې.
د سریلانکا پلازمېنه د سنت آنتونی کلیسا، د کولمبو ښار او دغه راز په کاتانا کې د «کاتوواپیتیا» کلیسا د چاودنو موخه ګرځول شوی دی. د سریلانکا د پولیسو په وینا، ددې هېواد په پلازمېنه د «شانگری-لا» او «کینگبری» په هوټلونو کې هم ځینې چاودنې ترسره شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113981

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *