ولسمشر غنی په جلال اباد کې د ۱۰۰۰ بستری روغتون بنسټ ږدی

  • خپرول: ۱۰ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 66639


Fb-Button

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی نن سهار د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار ته ولاړ.

ارګ وایی، ولسمشر به د دې سفر په لړ کې د ختیځ زون د زر بستری روغتون د بنسټ د ډبرې د ایښودو ترڅنګ د ننګرهار له مشرانو، دینی عالمانو او نورو استازو سره ووینی.

په دې اړه د ارګ په خبرپاڼه کې راغلی«جمهوررئیس غنی به په دغه سفر کې د ختیځ زون د زربستریز روغتون د بنسټ ډبرې د کېښودو تر څنګ، د دغه ولایت له مشرانو، علماوو، د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو، ولسوالانو، د ولایتی شورا له وکیلانو، ځوانانو او د مدنی ټولنې د بنسـټونو له استازو، ښځو، د شهیدانو له کورنیو، سوداګرو او صنعتکارانو، د ګذر وکیلانو او اصنافو، نظامی او امنیتی مسولانو، افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره جلا جلا لیدنې کتنې ولری»

ولسمشر غنی تر دې وړاندې هرات، بلخ او څو نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړی او د دغو ولایتونو له استازو او مشرانو سره یې د هغوی د ولایتونو پر ستونزو خبرې کړی دی.

په دې اړه څه نه دی ویل شوی چې ښاغلی غنی به تر کله پورې په ننګرهار کې باتې شی.

اړوند مطالب


ولسمشر غنی: د جلال اباد حمله بې غیرته ترهګرو کړې


د سنګین ولسوالۍ ۳۰۷ ټپیان په روغتون کې بستری شوی


په جلال اباد ښار کې وسله والو په رڼا ورځ یو صراف د هغه په دوکان کې وواژه


په جلال اباد کې د ظاهر قدیر پلویانو د خوګیاڼو یو قومی مشر وواژه

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=66639

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *