ولسمشر غنی: مزاری او مسعود شناسی باید ملی بحثونه شی

  • خپرول: ۲۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108435

اشرف غنی وایی د عبدالعلی مزاری او احمدشاه مسعود د لا ښې پېژندې لپاره باید «مزاری شناسی» او «مسعود شناسی» پر ملی بحثونو بدل شی.
نوموړې دا څرګندونې په ارګ کې د پخوانی جګړه‌مار عبدالعلی مزاری د وژل کېدو د تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې.
هغه د واک په لومړیو کې هم عبدالعلی مزاری ته چې، د کورنیو جګړو یو خونړی اړخ بلل کېده، «د ملی وحدت شهید» لقب ورکړ او نن یې دا یادونه هم وکړه، چې په اړه به یې یو کتاب هم چاپ شی.
اشرف غنی وویل، دوی د مزاری په اړه معلومات راټول کړی او ژر به یې په پښتو، دری او اوزبکی ژبو د کتاب په بڼه خپاره کړی.
خواله رسنیو کې د اشرف غنی دا ډول څرګندونو هغه اوازه بیا ګرمه کړې، چې نوموړی له خپل نږدې تاریخ هم خبر نه دی او د کمپاینی هڅو په لټه کې ښایی «هرڅه» ته لاس وغځوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108435

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *