ولسمشر غنی له مایک پینس او انګیلا میرکل سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

  • خپرول: ۲۸ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 105237


Fb-Button

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی د شنبې په ورځ د مونښن د امنیتی کنفرانس په څنګ کې د جرمنی له صدراعظمې او د امریکا له مرستیال ولسمشر سره ولیدل.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم ولسمشر غنی پرون /شنبه/ مازدیګر د مونښن د امنیتی غونډې په څنګ کې د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پینس سره د جنوبی اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ پر بریالیتوب، د افغانستان د انتخاباتی اصلاحاتو او د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

ښاغلی پینس وویل، امریکا ژمنه ده چې افغانستان به دې ته نه پرېږدی چې بیا د تروریستانو پر ځالې بدل شی.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم د امریکا مرستیال ولسمشر همداراز د شفافیت د رامنځته کولو لپاره د انتخاباتی اصلاحاتو، د انتخاباتی کمیسیونونو د اعتماد د زیاتېدو او د سولې د مشورتی لویې جرګې د دایرېدو په اړه د ولسمشر غنی د اقداماتو ستاینه وکړه، ویې ویل چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو هراړخیز ملاتړ کوی.

ښاغلی غنی د ناټو له سرمنشی، د امریکا د کانګریس له مشرانو، د ناروې له صدراعظمې، د اروپایی اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې او ګڼو نورو مشرانو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

راپورونه وایی چې د جرمنی د مونښن په نړیوال کنفرانس کې دا ځل تر وروستیو څو کنفرانسونو افغانستان ته زیات پام اوښتی دی.

د افغانستان محمد اشرف غنی د کنفرانس د کوربه هیواد جرمنی له صدراعظمې انګیلا میرکل سره پرون /شنبه/ د سولې پروسې، بین الافغانی مذاکراتو، سیمه ییزې همکارۍ او د افغانستان د انکشاف او ثبات خبرې وکړې.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، په دې کتنه کې د جرمنی صدراعظمې وویل، هیواد یې د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړی او د سولې د موافقې د تطبیق په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. هغې زیاته کړه، جرمنی به د ستراتیژیک نړیوال شریک په توګه د افغانستان د حکومت او خلکو تر څنګ وی.

ولسمشرغنی له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د جرمنی د سخاوتمندانه مرستو او د افغانستان د حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې د ملاتړ او د همکاریو د دوام مننه وکړه.