ولسمشر غنی: له اوه میاشتې وروسته د ټاکنو پایلې اعلان غمیزه ده

  • خپرول: ۲۵ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 116355

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی، ملی شورا کې د کابل او پکتیا ولایتونو وکیلانو ته وینا کې وویل، په راتلونکې کې باید د ټاکنو په تړاو د غمیزې مخه ونیول شی. نوموړی د ټاکنو د پایلو اوه میاشتې وروسته اعلانېدل د تېرو ټاکنیزو کمېسیونونو بې کفایتی وبلله.
ولسمشر غنی په ارګ کې د چارشنبې په ورځ (وری ۲۵مه) ولسی جرګې ته د کابل او پکتیا ولایتونو نویو وکیلانو د لوړې مراسمو ته وینا کې وویل، د ټاکنیز قانون په تړاو ” ستاسې له سره غور کول حیاتی دی.”
ټاکنیز قانون هغه وخت په یوه فرمان توشیح شو، چې د قانون پربنسټ ملی شورا نه شو کولی قانون تعدیل کړی، نو افغانان غواړی چې د یوه عادلانه نظام استازولی موجوده وی.
په راتلونکې کې باید د غمیزې راپورته کېدو مخه ونیول شی. د خلکو باور باید بېرته راژوندی شی، چې په اساسی ډول مهمه ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=116355

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *