ولسمشر غنی: سږکال به ۲۷۰۰ ښوونځی جوړ شی

  • خپرول: ۵ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 110025

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غنی د تعلیمی کال د پیل په مراسمو کې سږ کال د ۲۷۰۰ ښوونځیو د جوړولو ژمنه وکړه.
ولسمشر غنی وویل چې پروسږکال‌یې د شپږو زرو ښوونځیو د جوړولو ژمنه کړې وه چې د ډېرو ښوونځیو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شی.
نوموړی زیاته کړه:
“سږ کال د ۲۷۰۰ ښوونځیو رغولو ته پیسې تهیه او اختصاص شوی. له ډاکتر چوهدری او په نړیوال بانک کې د هغوی له همکارانو، جاپان سفارت او خپلو نورو همکارانو مننه کوم.”
افغان ولسمشر وویل چې سږ کال د کتابونو د کمښت ستونزه هم هوارېږی او ۱۲ میلیونه او دوه لکه کتابونه چاپ شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=110025

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *