ولسمشر غنی د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه، چې ۳۹ مورده اصلاحات په ځان کې رانغاړی، توشیح کړه

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: خامه پرس
  • د خبر شميره: 104488

د ارګ له لوری په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلی، ولسمشر غنی د ټاکنو د قانون
د تعدیل طرحه،چې ۳۹ مورده اصلاحات په ځان کې رانغاړی، د کابینی له تصویب څخه
وروسته توشیح کړې ده.

خبر پاڼه زیاتوی” د سیاسی ګوندونو، د جمهوری
ریاست د راتلونکو ټاکنو د نوماندانو له استازو او د ټاکنو اړوند د مدنی ټولنې له بنسټونو
سره تر سلا مشورو وروسته د ټاکنو قانون د ځینو مادو د حذف او زیاتولو د تعدیل طرحه
نن د کابینې غونډې تصویب او جمهوررئیس توشیح کړه”.

د خبر پاڼې په حواله ولسمشر غنی د د
غو  قانون له توشیح وروسته ویلی
چې  دغه مسوده د
افغانستان د سیاسی قشر، ولسمشرۍ  د راروانو ټاکنو او مدنی بنسټونو د اجماع په
پایله کې تصویب او توشح شوې ده. ښاغلی غنی د ټاکنو په قانون کې  دغه را وستی تعدیل د یوې اړتیا له مخې ګڼلی دی.

د ټاکنو په قانون کې د دې راغلی تعدیل په اړه تېرې دوه ورځې د نوماندانو او
مدنی بنسټونو له استازو سره بحث شوی او د هغوی په حضور کې د رایو په اکثریت سره د
ټاکنو په قانون کې ۳۹ مورده اصلاحات رامنځه شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104488

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *