ولسمشر غنی: د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې په اړه سخت ځورېږم

  • خپرول: ۲۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108444

افغان ولسمشر وایی، په جګړه کې تر ټولو لویه «بدمرغی» د ملکی‌ تلفاتو موضوع ده چې په اورېدو یې د نورو افغانانو په شان سخت ځورېږی.
ولسمشر محمد اشرف غنی د چهارشنبې په ورځ د «کب پر ۲۲مه» په ارګ کې د عبدالعلی مزاری د ۲۴ تلین د لمانځنې په مراسمو کې وویل چې ملکی تلفات د حکومت د مشرتابه په ګډون امنیتی‌ او دفاع ځواکونو ته د منلو وړ نه دی.
نوموړی زیاته کړه چې د ملکی تلفاتو په اړه ورسېدلی راپورونه په جدی ډول تعقیب او څېړل شوی او هڅه شوې چې د ملکی تلفاتو مخه ونیول شی.
هغه وویل، دا چې په راتلونکې کې له دغه «ناوړه» پېښو څخه ښه مخنیوی شوی وی او د ملکی تلفاتو کچه صفر ته راټیټه شی په اړه به یې د افغانستان له امنیتی او دفاعی ځواکونو سره جدی بحثونه وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108444

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *