ولسمشر غنی: د طالبانو پر وژلو هم خوابدی کېږم

  • خپرول: ۲۳ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 83474


Fb-Button

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی، کله چې د تلفاتو په اړه راپورونه وینی، که هغه د امنیتی ځواکونو وی یا طالبانو پرې ځورېږی.

ښاغلی غنی له وایس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل«زما د کار تر ټولو بده برخه سهار وختی وی. کله چې لومړنی امنیتی راپور اخلم او د تلفاتو شمېرې وینم. زما زړه یوازې د امنیتی ځواکونو، چې ریښتیانی اتلان دی، پر وژل کېدو نه دردېږی، بلکې پر طالبانو هم خوږېږی؛ دوی هم افغانان دی او زه د ټول افغانستان ولسمشر یم.»

ولسمشر غنی په دې مرکه کې د استخباراتی کمزورتیاوو یادونه هم کړې، ویلی یې دی چې پر غزنی ښار د طالبانو له حملې ۳ ورځې وروسته خبر شو.

«د طالبانو له حملې تر ۷۲ ساعتونو پورې خبر نه وم. د دې حملې په اړه کابل ته خبر نه و رسېدلی او دا یوه استخباراتی ناکامی وه خو کله چې کابل ته خبر راورسېد افغان امنیتی ځواکونو په ۱۲ ساعتونو کې طالبان له غزنی ښاره وایستل.»

ښاغلی غنی دغه راز ویلی چې که د افغانستان اوسنی نظام ړنګ شی، دا هیواد به د نړیوالو ترهګرو پر پناهځای بدل شی.

۳۲۹ total views, 329 views today

اړوند مطالب


طالبانو په بغلان کې د ۱۲ هزاره ګانو په وژلو کې لاس لرل رد کړل


افغان چارواکی په پکتیکا کې د ۱۰۲ طالبانو د وژلو ادعا کوی


پخوانی ولسمشر او اجرایی رییس افراطیت د افغانانو د وژلو سبب وباله


د ملی اردو د ۲۱ سرتېرو د وژلو له کبله ولسمشر کرزی د سریلانکا سفر وځنډاوه

onesignal_meta_box_present:
۱
onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83474

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *