ولسمشر غنی: د سویلی اسیا او افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژی ښې پایلې لری خو په ګاونډی هېواد کې د وسله والو ځالې لا په ځای پاتی دی

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: خامه پرس
  • د خبر شميره: 104422

د ولسمشر ماڼۍ له لوری د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی پرون د سلواغې په ۲۲مه د امریکا د دفاع  له سرپرست وزیر پاټریک شنهن سره د لیدنې پر مهال ویلی”  د جنوبی اسیا او افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتیژۍ ښې پایلې لرلې، خو په ګاونډی هېواد کې د وسله والو د ځالو له منځه وړل چې ستراتیژیکه موخه وه، لا هم نه ده ترلاسه شوې”.

خپر پاڼه زیاتوی چې د دغې کتنې په لړ کې دا هم وویل شول چې،
د ترهګرۍ ضد جګړه او د سولې پروسه به د تلپاتې سولې
تر
تامین پورې ادامه لری. همدارنګه د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو نظامی اتحاد
هم د سولې ټینګښت پورې دوام کوی.

 خبرپاڼه وایی، په نږدې راتلونکی
کې په کابل کې د سولې ملی مشورتی جرګې د جوړېدو یادونه هم وشوه چې ګډونوال به یې د
هېواد د ټولو ولایتونو د بېلابېلو اقشارو استازی وی، ترڅو د سولې په بېلابېلو
پړاوونو کې د دوی نظریات او مشورې په پام کې ونیول شی.

د
یادونې وړ دی چې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاټرک اېم شنهن په یو ناځاپی سفر
پرون کابل ته راغلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104422

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




43 − = 37