ولسمشر غنی: د سولې په اړه رغوونکی بحثونه روان دی

  • خپرول: ۲۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 120350

د افغانستان ولسمشر وایی، د افغانستان، د امریکا متحدو ایالاتونو او اروپایی ټولنې ترمنځ د سولې په اړه رغوونکی بحثونه روان دی.

محمد اشرف غنی دا څرګندونې نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد سره په کتنه کې وکړې.

د جمهوری ریاست د اعلامیې په حواله، ولسمشر غنی ویلی چې جرمنی به د سولې په مسئله کې د اسانتیا برابروونکی نقش ولوبوی.

په وروستیو کې جرمنی د بین الافغانی خبرو د کوربه‌توب لپاره چمتووالى ښوولى و.

د اعلامیې په حواله، ولسمشر غنی ویلی د افغانستان حکومت د سیمه‌ییزې اجماع د ایجاد لپاره عملی پروګرامونه لری چې په عملی کولو سره به یې دغه اجماع لا پیاوړې شی.

زلمی خلیل‌زاد ویلی، د افغانستان د سولې په مسئله کې د سیمې د هېوادونو نقش مهم دى.

زلمى خلیل‌زاد چې تر اوسه یې ۶ وارې په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلی، د افغانستان سیمې او اروپا په اووم سفر وتلى دى.

هغه تردې مخکې په بلجیم، تر هغه وړاندې په جرمنی او بیا په پاکستان کې د افغانستان د سولې پر مسئله له چارواکو سره خبرې کړی دی.

په پام کې ده د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړى استازى خلیلزاد به متحده عرب اماراتو او قطر ته هم لاړ شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120350

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *