ولسمشر غنی: د جګړې دواړو خواو ترمنځ باید خبرې وشی

  • خپرول: ۱۹ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 126382

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی، سولې ته تر بل هر وخت شرایط برابر شوی چې باید عظیمه استفاده ورڅخه وشی.
ښاغلی غنی د چهارشنبې په ورځ د «چنګاښ پر۱۹مه» له «فساد سره د مبارزې په اړه د اروپایی ټولنې پنځم کلنی کنفرانس» کې وویل، چې د دغه فرصت له لاسه ورکول به لوی مسؤلیت وی.
هغه زیاته کړه “د مفاهمې او مذاکرې توپیر باید وشی، مفاهمه یوه ټول شموله پروسه ده، ټول ټبرونه په هغه کې شامل دی، خو هدف مند مذاکرات هغه دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ باید خبرې وشی، موږ د جګړې دوه اړخونه یو چې باید قوت سره خپل مشکلات حل کړو.”
هغه همدارنګه وویل، د سولې لار قیر سړک نه دی، بلکې لوړې ژورې او ستونزې لری، چې ورته د رسېدو لپاره یې ټینګه اراده باید موجوده وی.
نوموړی زیاته کړه:”د سولې لار هوار قیر سړک نه دی او زموږ سره مرسدیز بینز نه دی چې په ۱۲۰ رفتار کې ولاړ شو،د سولې لار به لوړې ژوری لری، ستونزې به لری، مګر ټینګه اراده باید موجوده وی چې پر دغه لوړو ژورو باندې تیر سی او سولې ته ورسېږو.”
نوموړی زیاته کړه چې خپله د سولې په اړه جدی اراده لری چې څوک یې باید په اړه شک ونه لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=126382

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *