ولسمشر غنی: د امریکا او طالبانو احتمالی هوکړه به د ټاکنو د ترسره کېدو پرسر اغېزه ونه کړی

  • خپرول: ۲۶ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 127758

طالبان هوکړه لری چې باید د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کېدو مخکې د سولې یوې ابتدایی هوکړې ته ورسېږی.
اشرف غنی زیاته کړه، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې احتمالی هوکړه به د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو پرسر اغېزه ونه کړی.
دده په وینا، هغه سوله چې د ټاکنو پرسر اغېزمن وی، د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ سوله به وی نه د امریکا او طالبانو ترمنځ.
ولسمشر زیاته کړه، ټاکنې مهمې دی ځکه د قانون له مخې ټاکنې یو ملی بهیر دی. که د افغانستان راتلونکی ولسمشر زه اووسم یا کوم بل کس، باید د سولې لپاره ژمنتیا ولری، ځکه دا بهیر جدی پرېکړو او خبرو ته اړتیا لری او باید وکولای شی خلکو ته هم قناعت ورکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=127758

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *