ولسمشر غنی: حکومت چمتو دی کابل، کندهار یا ننګرهار کې طالبانوته دفتر ورکړی

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 104175

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی ویلی، حکومت چمتودی ترڅو په  کابل، کندهار یا ننګرهار ولایتونوکې طالبانو  ته  رسمی دفتر ورکړی او ساتنه یې وکړی. ولسمشر اشرف غنی دا خبرې د یکشنبه په ورځ  په ننګرهار ولایت  کې وکړې.

افغان ولسمشر د تېر ځل خلاف د ننګرهار د مرکز پر ځای د شینوارو غنی خیلو ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د قومی مشرانو یوې غونډې ته وینا وکړه.

غنی خیل او ور څېرمه ولسوالۍ یې په تېرو دریو کلونو کې د داعش او افغان ځواکونو ترمنځ جګړو ځپلی او ګڼ شمېر اوسېدونکی یې له خپلو سیمو بېځایه شوی.

ولسمشر غنی د شینوارو ولسونو ته زیری ورکړ چې ډېر ژر به هېواد کې وینه تویدنه پای ته ورسیږی. ښاغلی غنی وویل، چمتو دی چې طالبانو ته په کابل، لوی ننګرهار او یا لوی کندهار کې دفتر ورکړی.

ولسمشر غنی دا څرګندونې په داسې مهال کوی چې ټاکل شوې ده د طالبانو او یو شمېر افغان سیاست والو او فعالانو ترمنځ د سولې د خبرو دویمه غونډه روانه میاشت په قطر کې ترسره شی. دواړو خواو تېره اونۍ په مسکو کې هم د سولې په تړاو دوه ورځنۍ ناسته درلوده. بل لور ته د طالبانو او امریکایانو ترمنځ هم د سولې په تړاو د خبرو بهیر دوام لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104175

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *