ولسمشر غنی: حکومت د کریکټ اتلانو د ملاتړ په موخه خپل امکانات نه سپموی

  • خپرول: ۶ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: ورزش
  • د خبر شميره: 96213

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په چار چنار ماڼۍ کې افغانستان ته د کرېکټ نړیوال جام راوړلو په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې افغان لوبغاړی ملی اتلان وبلل او زیاته یې کړه چې حکومت خپل امکانات له دې اتلانو درېغ نه کړی.
د ارګ وېبپاڼې له مخې، نوموړی افغانستان ته د کرېکټ نړیوال جام دوه ځلی راوړلو په یادولو سره هیله وښوده ده چې افغان لوبغاړی به یې په خپلو کارنامو بیا بیا افغانستان ته راوړی.
د ولسمشر غنی اشاره ۲۰۱۹ کال انګلیستان کې د کرېکټ نړیوالې اتلولۍ کپ ته وه چې افغان لوبډله هم اول ځل پکې برخه اخلی.
دې مراسمو کې د افغان کرېکټ بورډ لوی مشر عزیزالله فضلی غوره وکړه، چې افغان لوبډه به د دغه نړیوال کپ په حقیقی بڼه افغانستان ته راوړی.
د کرېکټ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام کپ د چارشنبې په سهار( د ډیسمبر پر ۲۶) د درېو ورځو لپاره د افغانستان پلازمېنې کابل ته ورسېده.
دغه نړیوال جام به په ځانګړو مراسو کې بامیان، هرات او کندهار ولایتونو ته هم یووړل شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=96213

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




72 − 69 =