ولسمشر غنی، باید د سولې په هر راز خبرو کې د افغانستان حکومت ګډون ولری

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 104387


Fb-Button

تاند – د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی نن /دوشنبه/ یو وار بیا وویل چې د افغانستان په خاوره کې د طالبانو د سیاسی دفتر د جوړېدو هرکلی کوی خو د سولې په هرراز خبرو کې باید حکومت برخه ولری.

ولسمشر غنی د موقت حکومت د جوړېدو نظر په کلکه رد کړ، ویې ویل چې راتلونکی کال به په هر صورت د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شی.

په مسکو کې د یو شمېر مخالفو سیاسی ګوندونو او طالبانو په غونډه کې ځینو کسانو د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلی غنی، چې د سولې ملی مشورتی پروسې غونډې ته وینا کوله، وویل چې په هیواد کې به د سولې لپاره راتلونکې میاشت (کب) په پلازمېنه کابل کې یوه لویه مشورتی جرګه راوبولی.

ښاغلی غنی وویل «سوله په احساساتو نه راځی، موږ باید زغم ولرو او هدفمن واوسو نو د دې لپاره د یو – بل منلو ملی بحث ته اړتیا ده.»

ده وویل چې افغانستان د جرګو او مرکو هیواد دی او د جرګې له لارې جګړه پای ته رسېدای شی.

«دا وطن د جرګو او مشورو وطن دی؛ د دې لپاره چې مشوره پراخه شی، د لویې جرګې د دایرولو په اړه ستاسې مشوره منم. لویه مشورتی جرګه دې د حوت د میاشتې په ورستیو کې په کابل کې دایره او د افغانستان د ټولو خلکو استازی دې په کې ګډون وکړی. زه ټولو طالبانو ته وایم په هر څه چې تاسې غواړئ خبرې وکړئ، زه ورته چمتو یم، ځکه زه په جرګو کې رالوی شوی یم. راشئ او د جرګې له لارې خپلې غوښتنې راسره شریکې کړئ.»

ده وویل چې په دې لویه جرګه کې به سیاسی او قومی مشران راوبلل شی.

ښاغلی غنی په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې نړیوال لا هم د ده د حکومت ملاتړ کوی «زموږ بحث له نړۍ سره د منطق او ګټو بحث دی. دا د احساساتو بحث نه دی. باید نارامه نشئ، په ارامۍ او تعادل رفتار وکړئ. زموږ بحثونه له نړۍ سره سم روان دی او بالاخره به په پښو درېږو.»

په ګاونډی هیواد کې د وسله والو ځالې لا هم شته

ښاغلی غنی نن په ارګ کې د امریکا له سرپرست دفاع وزیر پاتریک شناهن سره په کتنه کې وویل، د جنوبی اسیا او افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژۍ ښې پایلې لرلې خو په ګاونډی هیواد کې د وسله والو د ځالو له منځه وړل، چې ستراتیژیکه موخه وه، لا هم نه ده ترلاسه شوې.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم د دواړو خواوو په کتنه کې وویل شول چې د ترهګرۍ ضد جګړه او د سولې پروسه به د تلپاتې سولې تر ټینګښت پورې دوام لری.

دوی دغه راز وویل چې د افغانستان او امریکا پوځی اتحاد به هم د سولې تر ټینګېدو پورې دوام لری.