ولسمشر غنی: پکتیا ولایت ته د لومړی درجې ولایت امکانات ورکول کېږی

  • خپرول: ۱۰ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 87455

ولسمشر غنی د پکتیا ولایت له ځوانانو سره په لیدنه کې یاد ولایت ته د لومړی درجې امکاناتو له ورکولو څخه خبر ورکړی او وزارتونو ته یې امر کړی ترڅو پکتیا ته د لومړۍ درجه ولایت امتیازونه ورکړی.
د ولسشمری ماڼۍ د اعلامیې له مخې، ښاغلی غنی په دې لیدنه کې چې د دوشنبه په شپه په کابل کې ترسره شوې، وویل چې د پکتیا ولایت د ادارې ټولنې د جوړېدو سربېره، په نېږدې راتلونکې کې د نورو پراختیایی پروژو د جوړولو کار هم پیلېږی.
دده په وینا خلک باید له دغو پروژو څخه کره څارنه وکړی. دی زیاته کړه چې په پکتیا ولایت کې د جلغوزه فابریکې د رامنځته کېدو ترڅنګ، دوه سړې خونې هم جوړېږی.
ولسمشر غنی په دې کتنه کې د هېواد اوسنیو حالاتو ته په ټینګار سره وویل چې د افغانستان څلوېشت کلن بحران د پای په موخه باید هڅه وکړو.
دی څرګند کړ: « موږ له پاکستان څخه د نااعلان شوې جګړې پای او د یو خپلواک او باثبات هېواد په توګه د افغانستان زغمتیا غواړو، ځکه باثبات افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی».
ولسمشر ویلی چې خلک د سولې پر ارزښت پوهېږی او باید سولې ته د رسېدو په موخه اجماع ته لاسرسۍ ومومو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87455

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *