ولسمشر غنی پر ټاکنیزو اهدافو باندې د بریدونو په اړه طالبانو ته غبرګون ښودلی

  • خپرول: ۱۸ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87752

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی د دښمن تبلیغات په ټاکنو کې د ګډون لپاره زموږ د خلکو د ارادې خنډ نشی کېدای او د ټاکنو امنیت په ښه توګه تامینېږی.
ولسمشر غنی دغه څرګندونې پرون د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانی په غونډه کې وکړې.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د غونډې په ترڅ کې هېواد د امنیتی او دفاعی ارګانونو مسوولینو د احتمالی ګواښونو، د رای ورکولو د مرکزونو د امنیتی تدابیرو او دغه راز د ولایتونو د رای ورکولو مرکزونو ته د ټاکنیزو توکو د لېږد په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړ.
خبرپاڼه زیاتوی، چې ولسمر غنی د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، ټاکنې یوه ملی او ولسواکه پروسه ده. هغه زیاته کړه د ټاکنو امنیت مهم دی او د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونه به د ټاکنیزو سیالیو او رای ورکولو لپاره امن فضا رامنځته کړی.
په افغانستان کې وسله والو طالبانو د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکې ټاکنې د لویدیځ او امریکا دسیسه بللې ده او ویلی یې دی چې دوی به ټاکنیز اهداف په نښه کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87752

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *