ولسمشر غنی د ټاکنو قانون د تعدیل په لټه کې دی

  • خپرول: ۲۹ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 78328

سرچینو ویلی چې ولسمشر اشرف غنی هوډ لری ترڅو د ټاکنو قانون په تعدیل سره هغه نوماندان چې له وروستی نوملړ څخه ایستل شوی، بېرته دغه نوملړ ته ور زیات کړی.
یوې سرچینې یک ټلویزیون ته ویلی چې ولسمشر غنی د پارلمانی ټاکنو وروستی نوملړ ته د حذف شویو نوماندانو د زیاتولو په موخه د ټاکنو قانون د تعدیل په لټه کې دی.
دغې سرچینې ویلی چې ولسمشر غنی چمتو دی ترڅو د ټاکنو قانون په تعدیل او له نوملړ څخه د ایستل شویو نوماندانو لپاره د استیناف غوښتنې له لارې، ددوی ځینو کسانو د راتګ زمینه برابره کړی.
خو تېره ورځ ځینو بهرنیو دیپلوماټانو د ښاغلی غنی له دغې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړل.
داپه داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون تېره اونۍ د پارلمانی ټاکنو د ۳۵ نوماندانو نومونه له وروستی نوملړ څخه ایستلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=78328

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *