ولسمشر غنی د هرات ولایت د تاریخی آثارو پر ساتلو ټینګار کړی

  • خپرول: ۱۷ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 87743

ولسمشر غنی د خواجه عبدالله انصاری او ملکه ګوهرشاد بیګم له مقام څخه د لمانځنې په مراسمو کې، د هرات ولایت د تاریخی آثارو پر ساتلو ټینګار وکړ.
ښاغلی غنی په دې مراسمو کې چې نن سه شنبه په ولسمشری ماڼۍ کې ترسره شوی وو، وویل چې د تیموریانو دورې د تګلارې په اړه یو ملی بحث پیل شی.
د ولسمشرغنی په وینا، د وروستیو لسیزو آثار له هغو آثارو سره چې د تیموریانو په دوره کې جوړ شوی، د مقایسې وړ نه دی.
ښاغلی غنی وویل: « هیله داده ترڅو د هرات تېر کلونه هېر نه کړو، ۸۵۰ تاریخی آثار شتون لری چې نه دی ثبت شوی او که دا آثار ثبت نشی، په حقیقت کې موږ یو ناورین رامنځته کوو».
دی همداراز وویل چې د هرات تاریخی آثار باید هرڅه ژر ثبت شی.
ولسمشر ټینګار وکړ چې د ودانیو د عصری کولو په برخه کې نباید تېرې زمانې له پامه وغورځول شی، ځکه دده په وینا کله چې افغانستان امن شی، په دغه هېواد کې د تاریخی او اسلامی ګردشګری ګټې به د عصری ودانیو د ګټو په پرتله لس برابره ډېر وی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87743

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *