ولسمشر غنی د عالمانو قاتلینو د موضوع په اړه د کورنیو چارو وزارت ته لارښونه کړې

  • خپرول: ۱۸ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 75843

ولسمشر محمد اشرف غنی د کاپیسا له دینې عالمانو سره د کتنې پر مهال کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د دینی عالمانو د قاتلینو موضوع دې په جدی ډول تعقیب کړی.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلی، چې له ولسمشر غنی سره د کتنې پر مهال، د کاپیسا د علماوو شورا رئیس مولوی میرویس کریمی د نورو علماو په استازیتوب د فساد، غاصبینو او زورواکو پر وړاندې د جمهوررئیس د دریځ قدردانی وکړه او د بودجې د نشتوالی، د علماو د قاتلینو د عدلی تعقیب، مدرسو لپاره د معیاری نصاب، د تالیف او کتابونو د چاپ او د دارالعلومونو د زیاتوالی په اړه یې خپلې ستونزې او وړاندېزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
خبرپاڼه زیاتوی، چې ولسمشر غنی د یادو علماو د ستونزو او وړاندېزونو له اورېدو وروسته د سولې او اوربند په اړه د دوی د متفقې فتوامننه وکړه او زیاته یې کړه کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کوم چې د علماو د قاتلینو موضوع په جدی ډول تعقیب کړی.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر غنی په حواله راغلی چې د افغانستان د دینی مدرسو د معیاری نصاب د جوړولو لپاره به کار وشی او دا مهال د هېواد مدرسو ته د شپږ زره قرآن شریفونو د وېشلو لړۍ دوام لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75843

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *