ولسمشر غنی: د سولې امکانات له بل هر وخت څخه بهتر دی

  • خپرول: ۲۲ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 83249

د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غنی وایی،چې اوسمهال د سولې لپاره امکانات له بل هر وخت څخه برابر دی.
جمهور ریس غنی چې د پنجشنبې پر ورځ (وږی/سنبلې ۲۲) د شهید اونۍ په مناسبت یې د جګړې د شهیدانو د کورنیو او یو شمیر ځوانانو په منځ کې خبرې کولې وویل، د افغانستان او جنوبی آسیا لپاره د امریکا ستراتیژی هغه ستراتیژی ده، چې د افغانستان خلکو د څلویښتو کلونو لپاره غوښتله تر څو د افغانستان ثبات په سولیزه توګه تضمین شی.
جمهور ریس غنی وویل،اوسنې جګړه سیمیزه او نړیواله جګړه ده او د تیرو څلویښتو کلونو کړکیچ به پای ته ورسیږی ځکه نړیواله اجماع او په ترهګرو او ملاتړو یې په بې ساری ډول فشار موجود دی.
جمهور ریس غنی وویل اوس مهال چې نیږدې دی سولې ته ورسیږو آیا غواړئ ځان په خپله په انزوا کې واچوئ.
جمهور ریس وویل”د سولې امکانات له بل هر وخت څخه بهتر دی، د جنګ ماهیت تغیر کړی او د افغانستان امنیتی ځواکونو وښوده چې د پرمختللو او بهرنی قواوو ځای یې ونیوه او دخدای په فضل د دوې قوت ډیریږی.نو پوښتنه داده چې آیا غواړئ چې په هغه وخت کې چې نیږدې ده سولې ته ورسیږو ځان په انزوا کې خپله واچوو دوهم بدیل مو څه دی له نړۍ غواړئ چې بیا سل زره عسکر راولیږی او څوک دا غواړی زه واضح غواړم”.
جمهور ریس غنی همدارنګه وویل، چې یو شمیر کسان غواړی، چې په سیمه کې د افغانستان ارتباطات کوم چې په عقل او قربانۍ ترلاسه شوی دی له منځه یوسی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83249

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *