ولسمشر غنی: امنیتی ځواکونه به له دې وروسته تعرضی حالت ولری

  • خپرول: ۲۱ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 83016

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی نن /چهارشنبه/ د ننګرهار د پرونۍ خونړۍ حملې په غبرګون کې اعلان وکړ چې نور به افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه تعرضی حالت غوره کړی.
ښاغلی غنی وویل، افغان ځواکونو تراوسه پورې تر ډېره دفاعی حالت درلود خو نور به دفاعی حالت نه بلکې تعرضی حالت لری او د دې مسوولیت د هغو کسانو په غاړه دی چې اوربند یې نه دی منلی.
ښاغلی غنی وویل، افغان امنیتی ځواکونه به له دې وروسته ورځ په ورځ تهاجمی او تعرضی عملیات زیاتوی.
د ننګرهار د پرونۍ /سې شنبه/ د انتحاری جملې د تلفاتو شمېر ۶۸ تنو ته ورسېد. د دې حمې د ټپیانو شمېر شاوخوا ۱۶۸ تنه ښودل کېږی.
لا هم کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83016

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *