ولسمشر: د هېواد له ځینو سیمو څخه د امنیتی ځواګونو د شاتګ په اړه راپورونه بې اساس دی

  • خپرول: ۱۶ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 75273

ولسمشر اشرف غنی د ځینو سیاسی ګوندونو له استازو سره په لیدنه کې ویلی چې د هېواد له ځینو سیمو څخه د شاتګ په اړه راپورونه بې اساس دی.
ولسمشری ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلی چې ولسمشر اشرف غنی تېره ورځ مازدیګر د هېواد سیاسی ګوندونو له استازو سره لیدنه کړې او د مهمو موضوعاتو پرسر خبرې کړی دی.
په دغه کتنه کې ولسمشر څرګند کړ چې حکومت له ګوندونو سره مرستو ته چمتو دی او ددوی له ظرفیتونو، طرحونو او وړاندیزونو څخه ګټه اخلی. دی زیاته کړه چې د ملی یووالی حکومت یو میراث ترلاسه کړ چې موږ اړتیا لرل ترڅو د افغانستان راتلونکې تضمین کړو او له افغانستان څخه د ملاتړ په برخه کې د نړیوالې ټولنې قناعت ترلاسه کړو او د منځنۍ آسیا ، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره اړیکه ټینګه کړو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75273

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *