ولسمشر: د جنرال دوستم د بېرته راتګ احتمال ډېر دی

  • خپرول: ۲۴ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 69789

ولسمشر غنی وایی د دې احتمال زیات شوی چې لومړی مرستیال یې عبدالرشید دوستم راتلونکو ورځو کې هیواد ته راشی.
ولسمشرچې نن یې ارګ کې یوې خبری ناستې ته خبرې کولې، د نظام الدین قیصاری د نیول کیدو پیښې ته هم په اشارې سره وویل چې د غیر مسووله وسله والو پر وړاندې پیل شوی بهیر به دوام وکړی.
هغه زیاته کړه چېد لومړی مرستیال جنرال دوستم بیرته راتګ احتمال ډیر دی او په دی اړه خبرې روانې دی.
ولسمشر همدرانګه وویل چې د غیر مسووله وسله والو کسان شتون د افغانستان امنیت او ټیکاو لپاره په یوې ننګونې بدل شوی.
غنی وویل خلک د قانون حاکمیت غواړی او د غیر مسووله وسله والو سره قانونی چلند یو ملی بحث دی.
هغه په ټولنیزو رسنیو کې د خپرې شوی ویډیو په اړه چې ویل کیږی پوځیان د نظام الدین قیصاری ساتوونکی ډبوی زیاته کړه چې په دی اړه څیړنې روانې دی او هغو کسانو سره به چې د قانون خلاف عمل یې کړی قانونی چلند وشی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=69789

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *