ولسمشر: تېرې ترخې تجربې نباید تکرار وکړو

  • خپرول: ۲۶ عقرب ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 89028

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی سوله ملی بحث دی او ارزښتونه یې یواځې د افغانستان خلک تعریفولی شی.
د ارګ ماڼی له مخې، ولسمشر غنی نن له غرمې مخکې د مدنی ټولنې له یو شمېر غړو سره د کتنې پر مهال وویل، چې مونږ باید روښانه اراده او لوری ولرو او تېرې ترخې تجربې تکرار نه کړو.
ولسمشر غنی غنی دې ته په اشارې چې د سولې په پروسه کې مهم دخیل افراد ځوانان دی وویل، هڅه کوو چې د هېواد په هره مهمه پرېکړه کې ځوانان ونډه ولری.
هغه وویل، سولې ته رسېدل مسقیمه او هواره کرښه نه ده، په دې برخه کې باید لوړې او ژورې وزغمو او ټینګار یې وکړ جې د سولې مذاکره کوونکی ټیم به د فرصت او ستونزې په هر پړاوکې له ملت سره مشوره وکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=89028

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *