ولسمشر اشرف غنی په ټاکنو کې د رونتیا په موخه دوه فرمانونه صادر کړل

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 104734

افغان ولسمشر په راتلونکو ټاکنو کې د دولتی کار کوونکو او امنیتی سرتېرو د لاس وهنې د مخنیوی او په ټاکنو کې د شفافیت رامنځته کېدو په هدف دوه فرمانونه صادر کړل.

په دغه فرمانونو کې پر بې طرفۍ، پر رای ورکونکو له خپل نفوذ څخه د مخنیوی، د یو ځانګړی کاندید په ګټه د دولتی‌ امکاماتو نه کارلو، د ټاکنیزو کمېسیونو په استخدام چارو کې د مداخلې نه کولو، له وظیفوی موقف څخه د استفادې د مخنیوی او د ټاکنو کمېسیون د کار کوونکو په ملاتړ او مخنیوی«امر و نهی» ټینګار شوی دی.

د چهارشنبې په ورځ د «سلواغې پر ۲۴مه» د افغان لسمشر محمد اشرف غنی لخوا په صادر شوو فرمانونو کې همدارنګه ویل شوی‌ چې دولتی کار کوونکی نشی کولای د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې، د رایو ورکولو او رایو شمېرلو مرکزونو ته له وسلو او خپلو ساتونکو سره داخل شی او هم رسمی مراسمو ته د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان نشی دعوتولی.

ولسمشر غنی په دغه فرمان کې دولتی کار کوونکو ته امر کړی چې د ټاکنو په جریان کې د دندې پرمهال او یا هم د ټاکنو کمېسیون لخوا د تر لاسه شوو معلوماتو محرمیت وساتی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104734

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *