ولسمشر اشرف غنی د ټاکنو کمیسیون رییسان او ټول کمېشنران له دندو لیری کړل

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 104564

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غنی د یوه ځانګړی فرمان له مخې د ټاکنو دواړو کمیسیونونو رئیسان او ټول کمشنران له دندو ګوښه کړی دی.

د اشرف غنی له لوری په خپاره شوی فرمان کې راغلی، چې د ټاکنو په قانون کې د تعدیلاتو تر راوستو وروسته د یاد کمیسیون ټول کمشنران له دندو ګوښه شوی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، چې د سیاسی ګوندونو د وړاندیزونو او د کابینې له تصویب وروسته یې نن پرېکړه کړې، چې سر له ننه د سلواغې له۲۳مې د ټاکنو د کمیسیونونو د رئیسانو سربېره ټول کمشران معزول حسابیږی.

فرمان زیاتوی، چې د چارو د روانو ساتلو لپاره د دواړو کمیسیونونو د دارلانشاء مشران د کمیسیونونو د سرپرستانو په توګه ټاکل شوی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په فرمان کې دا هم راغلی، چې د اساسی قانون د ۱۳مې مادې په رڼا کې باید د سیاسی ګوندونو او ټاکنو اړوند مدنی ټولنو غړی دې په شرائطو د برابرو کسانو اسناد د روانې سلواغې میاشتې تر ۲۷مه ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104564

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *