ولسمشرۍ نوماندان: د غبرګوی میاشتې لومړۍ نېټه د ملی یووالی حکومت د کار پای ده

  • خپرول: ۲۸ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 113104

۱۱ ولسمشریزو نوماندانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د غبرګوې میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته د ملی یووالی حکومت کار د پای په اعلان سره، له ولسمشر غنی څخه یې وغوښتل ترڅو له واک څخه لیری شی.
دغو نوماندانو ویلی چې په هېواد کې د ولسواکی بهیر د ملی یووالی حکومت د پرله پسې ناکامیو له امله له جدی ګواښ سره مخ شوی او د افغانستان خلکو ارزښتونه د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ شوی دی.
دغو نوماندانو زیاته کړی چې ددغو ناوړه حالاتو دوام، د سیاسی ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېږی او د افغانستان د بدلونونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د ښه نیت کمزورتیا لامل کېږی .
په اعلامیه کې راغلی چې له همدې امله باید د اساسی قانون موادو او د ملی ارزښتونو ته په کتو سره، په هېواد کې د ډموکراسی بنسټونو د ټینګښت لپاره نوې لارې پرانیستل شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113104

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *