ولسمشرۍ ماڼۍ: په ټاکنو کې ګډون د افغانانو قانونی او شرعی حق دی

  • خپرول: ۱۵ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 130299

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلی، افغانان حق لری چې په ټاکنو کې د ګډون له لارې خپل مشرتابه وټاکی، او هېڅوک یې له دې چارې منع کولی نشی. تر دې وړاندې وسله والو طالبانو سه شنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان راتلونکو ولسمشریز ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی و
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې دا ټاکنې “خلکو سترګو ته د خاورو شیندل او د عامه ذهنیت تېر ایستل” بللی او وایی د “ټاکنیز بهیر د بهرنیانو په اختیار کې دی”.
دې ډلې پر عامو خلکو غږ کړی چې د ټاکنو بهیر او د نوماندانو په غونډو او تبلیغاتی کمپاینونو کې له ګډون کولو ډډه وکړی او د ممکنه بریدونو له ګواښه ځانونه لیرې وساتی.
خو ارګ دا طالبانو دا ادعا او ګواښ رد کړی او وایی، د ټاکنو د بودجې لویه برخه افغان حکومت ورکوی او چارې به یې هم افغانان پر مخ وړی.
د ارګ اعلامیه کې راغلی، د افغانستان امنیتی ځواکونه د دې ټاکنو امنیت ساتلو ته چمتو دی او هېچا ته به اجازه ورکړی چې دا بهیر ګډوډ او خلک په ټاکنو کې له ګډونه منع کړی.
په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلی، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته پوره چمتوووالی لری.
دغه کمېسیون له مدنی ټولنو او سیاسی ګوندونو سره په ګډه ناسته کې ټینګار کړی چې د راتلونکو ټاکنو د نه ترسره کېدو هېڅ مانع نه شته.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130299

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *