ولسمشرۍ ماڼۍ په افغانستان دننه د ملا عمر د اوسېدلو ځای شتون رد کړ

  • خپرول: ۲۰ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 108152

د افغانستان حکومت د طالبانو د موسس ملا محمد عمر اخوند د پټېدو د ځای په اړه هغه ادعا رد کړه چې یوې لوېدیځې لیکوالې بیې دم (Bette Dam) په په یوه کتاب کې کړې ده.
دې لیکوالې په خپل تحقیقی کتالب (د ملا عمر پټ ژوند) کې ادعا کړې چې د طالبانو بنسټګر د امریکا د تصور خلاف په پاکستان کې نه بلکې په زابل ولایت کې د امریکا یوې اډې (وولورین) ته نژدې پټ و.
د ولسمشر غنی ویندوی هارون چخانسوری په یوه ټویټری پیغام کې لیکلی«موږ دا خیالی ادعا په کلکه ردوو او هغه طالبانو او د هغو ملاتړ کوونکو ته د هویت ورکولو او جوړولو یوه هڅه ګڼو.»
چحانسوری همداراز لیکلی«موږ کافی شواهد لرو چې ښیی دی (ملا عمر) په پاکستان کې اوسېده او همالته مړ شو.»
هالنډی لیکوالې اغلې دم ادعا کړې چې ملا عمر هیڅکله په پاکستان کې نه و پټ شوی او د امریکایانو له اډې یوازې پنځه کیلومتره لېری اوسېده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108152

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *