ولسمشرۍ ماڼۍ: د حکومت کاری مودې بشپړېدو ته شپږ میاشتې پاتې دی

  • خپرول: ۱ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 113814

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ۱۱ تنو نوماندانو په ځواب کې وایی، چې د ملی یووالی حکومت د کاری مودې پوره کېدو ته لا شپږ میاشتې وخت پاتې دی.
دا په داسې حال کې ده چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د ولاړو نوماندانو له ډلې ۱۱ تنو یې ویلی چې د راتلونکی جوزا میاشتې پر لومړۍ نېټه د ملی یووالی حکومت کاری موده پای ته رسېږی او ولسمشر غنی باید لیری شی.
د ولسمشر غنی د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوی د یکشنبې په ورځ د «غبرګولې میاشتې پر لومړۍ نېټه»په دې اړه رسنیو ته لیږلی پیغام کې ویلی، چې د ملی یووالی حکومت د پنځه کلنې درې د پوره کېدو لپاره لا شپږ میاشتې پاتې دی.
نوموړی ویلی، افغانستان په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ میلادی کلونو کې هم له ورته ستونز سره مخ و چې د اساسی قانون د تفسر له مخې «دغه موضوع هوارې شوې ده».
مرتضوی ټینګار کړی چې په دې اړه د افغانستان د اساسی قانون د تفسیر مرجع روښانه ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113814

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *