ولسمشرۍ ماڼۍ: د بریالۍ سولې لپاره باید طالبان له افغان حکومت سره خبرې وکړی

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 104169

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوری یو ځل بیا له طالبانو غوښتی، چې د سولې خبرو د کامیابۍ لپاره له افغان چارواکو سره خبرو ته کینی.

ښاغلی چخانسوری ویلی، چې ګډ حکومت د سولې د روانو هڅو ملاتړ کوی او په دې اړه یې د حکومت جوړه شوې طرحه د ټولو غاړو په ګټه بللې ده.

دی وایی، چې د حکومت له خوا په وړاندې شوې طرحه کې د هر لوری رول ته جوت دی او د سولې روانې پروسې د بریا لپاره باید طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کینی.

د ګډ حکومت چارواکو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د افغانستان روانې جګړې د سوله ییز حل لپاره د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې مهم پړاو ته رسیدلی او طالبانو په عین حال کې، چې د اشرف غنی له مخالفو افغان سیاستوالو سره د روانې  کشالې د پای ته رسولو لپاره تېره اونۍ د روسیې په پلازمېنه مسکو کې دوه ورځنۍ ناسته وکړه.

د سیاسی چارو کارپوهان وایی، چې د اشرف غنی او عبدالله په مشرۍ ګډ حکومت د امریکا او روسیې په ګډون د سیمې او نړۍ حکومتونو ګوښه کړی او د سولې روانه پروسه د طالبانو په غوښتنو او شرطونو مخکې ځی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104169

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *