ولسمشریز نوماندان غنی او عبدالله د ټاکنو په مهندسۍ تورنوی

  • خپرول: ۲۹ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 128410

د ولسمشریزو ټاکنو د ترسراوی په درشل کې، د څوم ځل دی چې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان ولسمشرۍ ماڼۍ، ولسمشر او اجراییه ریاست د ټاکنو د مهندسۍ په هڅې تورن وی.
دا ځل ولسمشرۍ ټاکنو ته پنځه نوماندان – محمد حنیف اتمر، احمد ولی مسعود، فرامرز تمنا، شهاب حکیمی او رحمت الله نبیل – ولسمشر او اجراییه رییس تورن وی چې د سولې له خبرو اترو ناوړه استفاده کوی، څو ټاکنې مهندسی کړی.
ولسمشرۍ ته نوماند محمد حنیف اتمر وایی:«قیمت دا وی چې انتخابات شا ته ولوېږی، نو ملت به پرې تصمیم ونیسی. خو زه سخت د دې شی مخالف یم، چې دا تصمیم د ملت په نماینده‎ګی داسې څوک یې ونیسی چې هغه اوس مشروعیت نه‎لری.»
ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند فرامرز تمنا هم وویل:«موږ باید ټاکنې د یوه ملی او دموکراټیک بهیر په توګه، د یوې مبهمې او ناڅرګندې سولې قربانی کړو.»
ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې، د روان لمریز کال د تلې په اتمه نېټه ترسره شی. په دغو ټاکنو کې د ولسمشر غنی او عبدالله عبدلله په ګډون اتلس تنو ځانونه نوماند کړی دی.
که‎څه هم د ولسمشریزو ټاکنو د منډو تړلو د پیل لپاره یوه اوونۍ وخت پاتې دی، خو په دې برخه کې د نوماندانو چمتووالی کم رنګه ښکاری.
ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شهاب حکیمی وایی:«دا حکومت غواړی په هره بڼه چې وی خنډ رامنځته کړی، څو هغه کار (د ټاکنو ترسراوی) وځنډېږی او دلته د درغلیو لپاره مهندسی شویو ټاکنو ته زمینه برابره کړی.»
په ورته وخت کې مخکنی ولسمشر حامد کرزی وایی، که‎چېرې له ټاکنو مخکې له طالبانو سره د سولې یوه هوکړه ترلاسه شی، ښایی د ولسمشریزې ټاکنې وځنډېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=128410

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *