ولسمشریزې ټاکنې به د الکترونیک په ډول ترسره شی

  • خپرول: ۱۸ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 75840

د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو په افغانستان کې د سیاسی نظام یوه نوې تجربه وزېږوله او دې چارې ټاکنیزو کمېسیونونو ته هم زیان ورسولو.
د ‌دې ترخې تجربې د بیاځلی نه پېښدا وېره ډېره کړې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوې دوه‌لارې کې راګیر دی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد منی چې دا بنسټ د خلکو په منځ کې په اوسنیو شرایطو کې ښه باور نه‌لری.
وروسته له هغه چې د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې د نوم‌لیکنې شمېر ۹ میلیونو تنو ته رسېږی؛ ځېنو سیاسی ګوندونو غبرګون وښود چې دا شمېر مشکوک دی او په وینا یې، د خلکو د باور د اعادې له‌‌پاره باید کمېسیون د نوم‌لیکنې بهیر بایومتریک کړی.
په لومړیو کې دا غوښتنه د ولسمشرۍ ماڼۍ له سخت غبرګون سره مخ شوه؛ خو نن د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په اړه د سیاسی ګوندونو غوښتنې د وخت د کموالی له امله نه‌شی عملی کېدلی.
د ټاکنو کمیسیون ویاند سیدحفیظ الله هاشمی د خبرپاڼې د لوستلو پرمهال وویل چې دغه کمېسیون د ټاکنو بهیر کې له ټکنالوژۍ څخه ګټې اخیستو ته لېواله دی، خو دا چې د ولسی جرګې ټاکنو ترسره کولو ته له ۷۰ څخه کمې ورځې پاتې دی؛ دغه غوښتنه نه‌شی عملی کېدلی؛ خو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستلو له‌پاره کمېسیون د تدارکاتو په حال کې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75840

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *