ولسمشرغنی: د مسکو غونډه اجرایی صلاحیت نه لری

  • خپرول: ۱۷ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 103605

ولسمشر غنی په مسکو کې له طالب استازو سره د هېواد سیاسی مشرانو د غونډې په اړه د نیوکې ترڅنګ وویل: د مسکو غونډې ګډونوال اجرایی واک نه لری.

د مسکو ناسته تېره ورځ د افغانستان لسګونه سیاستوالو او طالب استازو په شتون پیل شوه او ټاکل شوې نن هم دوام ومومی.

د افغانستان دولت وړاندې اعلان کړی وو چې په دې غونډه کې ګډون نه کوی او دغه راز د سولې هرډول غونډه باید د دولت په محوریت ترسره شی. له بلې خوا، طالبانو هم تل ټینګار کړی چې له افغان دولت سره خبرې نه کوی خو ددې هېواد له سیاسی مشرانو سره خبرو ته چمتو دی.

اشرف غنی په مسکو کې د افغانستان سیاسی مشرانو او طالب استازو خبرو اترو ته په غبرګون د طلوع ټلویزیونی شبکې ته وویل: “دوی له چا سره هوکړه کوی؟ ددوی اجرایی واک چېرې دی؟ که په لسګونه داډول غونډې په لاره واچول شی، خو ترهغه چې د افغانستان دولت، ملی شورا او قانونی بنسټونو له خوا پخلۍ ونه شی، پرېکړه یوازې د کاغذ پرسر ده.”

ولسمشر ددې خبرو په دوام زیاته کړه: د افغانستان سولې بهیر پېچلی شوی، خو دا بهیر په نیوکو او اختلاف سره نه حل کېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=103605

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *