ولسمشرغنی: حکومت د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۷ میلیارډ افغانۍ ځانګړی کوی

  • خپرول: ۱ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 129074

د افغانستان حکومت د لومړی ځل لپاره د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره له خپلې بودجې ۷ میلیارډ افغانۍ ځانګړی کوی.
ولسمشر غنی تېره ورځ د څارنې او انسجام ګډ بورډ په دوه ویشتمه غونډه کې د راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو او دغه راز د سولې بهیر په تړاو د حکومت پر بشپړ ژمنتیا ټینګار وکړ.
ده زیاته کړه، زه د افغانستان ولسمشر په توګه ۷ میلیارډ افغانۍ چې د افغانستان ملت پیسې دی، ددې تاریخی پېښې یعنی د ټاکنو د ترسره کېدو ته ځانګړی کوم. دا د ویاړ ځای او د خوشحالی خبره ده چې د لومړی ځل لپاره د ټاکنو ډېری لګښت له خپلې بودجې ورکړو.
همداراز ولسمشر غنی په راتلونکې اونۍ د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو پیل د جګړې او تاوتریخوالی پر وړاندې یو حرکت بولی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=129074

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *