ولایتی شورا: میدان وردګو ولایت کې ۷ پولیس وژل شوی

  • خپرول: ۲۳ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 83460

د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې د بریدونو پرمهال وسله والو طالبانو ۲ امنیتی پوستې سقوط کړی او ۷پولیس وژل شوی او یو ټپی دی.

د ولایتی شورا غړی شریف الله هوتک نن جمعه ازادی راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو دغه بریدونه د میدان ښار اړوند د افغانانو سیمه کې پر مېشتو امنیتی پوستو کړی چې ترسهار یې دوام وکړ.

هوتک دا ونه ویل چې دغلته وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې کنه.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د دغه ولایت له امنیتی مسؤلینو سره هم خبرې وکړو خو له پوره هڅو سره سره بیاهم بریالی نه شوو.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ازادی راډیو په یو استولی برېښنالیک ویلی په دغه ولایت کې ۸پولیس وژلی.

داپه داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې وسله الو طالبانو یوځل بیا خپلو بریدنو ته زور ورکړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83460

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *