ولایتونو او ولسوالیو ته د ټاکنیزو موادو د لېږلو په موخه ۳۰۰ الوتنې ترسره شوی

  • خپرول: ۲۶ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 88054

د هېواد هوایی ځواکونو قوماندان اعلان کړی چې دا ځواکونه د حساس او غیر حساسو ټاکنیزو موادو د لېږلو په موخه، له کابل څخه ولایتونو او ولسوالیوته څه باندې ۳۰۰ الوتنې ترسره کړی دی.
د هېواد هوایی ځواکونو قوماندان محمد شعیب پیلوټ نن پنجشنبه په یوه خبری غونډه کې وویل چې هوایی ځواکونو د ټاکنو کارکوونکی هم ولایتونو او ولسولیو ته لېږلی دی.
د هېواد هوایی ځواکونو قوماندان همداراز ویلی چې دا ځواکونه ټاکنیز مواد د هوا له لارې ۷۴ ولسوالیو او ۲۱ ولایتونو ته ټاکنیز مواد لېږلی دی. هغو ولسوالیو ته چې د هوا له لارې ټاکنیز مواد لېږل شوی، ډېری یې ناامنې دی.
دده په وینا، د ټاکنو بهیر له پای ته رسېدو وروسته د حساسو او غیرحساسو موادو د لېږلو مسولیت به هم د هوایی ځواکونو پرغاړه وی.
ټاکل شوې پارلمانی ټاکنې د تلی میاشتې په ۲۸مه ترسره شی. د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم ویلی چې د رای ورکونې ټولو مرکزونو ته د ټاکنیزو موادو د لېږلو بهیر به د جمعې تر ورځې پورې بشپړ شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=88054

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *