ورځپاڼې: څنګه کولی شئ چې پیسې سپما کړئ؟

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 112798

د بین الافغانی خبرو مخکېنۍ ناسته شاوخوا دوې میاشتې مخکې د روسیې مسکو کې وه

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

د بین الافغانی خبرو مخکېنۍ ناسته شاوخوا دوې میاشتې مخکې د روسیې مسکو کې وه

برتانوۍ “گارډین” ورځپاڼې یو مطلب خپور کړى چې سرلیک یې دى “د افغان سولې په خبرو کې به ښځې په لومړی ځل د طالبانو د پلاوی برخه وی”.

گارډین د رویټرز خبری آژانس رپوټ راخیستى چې وایی د طالبانو ویاند ورته ویلی چې له امریکایی چارواکو او افغان استازو سره راتلونکې ناسته کې به د طالبانو په گومارل شوی پلاوی کې ښځې هم غړیتوب ولری.

ورځپاڼه لیکلی چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغو ښځو نومونه نه دی یاد کړی خو ویلی یې دی چې له طالبانو سره کورنی تړاو نلری عادی افغانان دی، هېواد کې د ننه او له هېواده بهر مېشت دی او د طالب غورځنگ ملاتړ یې کړى.

ورځپاڼه وایی داسې یوې ډلې لپاره چې ښځو د حقونو پر وړاندې د خپل سخت زاړه پال ذهنیت له امله د ورځپاڼې په وینا ښه نوم نلری، دغه راز یو گام هغو غوښتنو ته د ځواب ویلو په مانا دى چې په خبرو اترو کې ښځو ته د ونډې ورکولو خبره کوی.

خو ذبیح الله مجاهد بیا پر خپلې ټوېټر پاڼې ویلی چې د ده خبره ناسم تعبیر شوې د دۀ وینا دا وه چې له افغانانو سره د دوى په ناسته کې به ښځې هم حضور ولری لکه د مسکو د ناستې په څېر.

امریکایۍ واشنگټن اېگزماینر مجلې د طالبانو د پسرلنی عملیاتو په تړاو خپاره کړی یوۀ مطلب کې لیکلی، د طلبانو د پسرلنی عملیاتو د نوم الفتحې مانا برى دى.

واک ته د رسېدو هیله

مجله وایی امریکا سره د سولې خبرو ښایی طالبان دومره زړور کړی وی چې باور کوی داسې یوه معامله کولاى شی چې په پایله کې یې د واک واگی تر لاسه کړی.

ورځپاڼې د ډېموکراسۍ دفاع بنسټ د غړی “بېل روگیو” له خوله لیکی، د طالبانو دا وینا چې اشاره یې د پسرلنی عملیاتو نامه ته ده، یوه بله څرگنده نښه ده چې طالبان نه غواړی له افغان حکومت سره واک شریک کړی. دغه څېړونکی ویلی طالبانو د تېرو کلونو پرتله چې امریکایی او ناټو ځواکونه یې اصلی موخه وه، اوس یې پر افغان امنیتی ځواکونو او افغان حکومت پام ور ټول کړى.

گلف نیوز ورځپاڼې خلکو ته چې څنگه کولاى شی پیسې سپما کړی ځینې لارښوونې لری، که څه هم دا لارښوونې تر ډېره هغو لپاره دی چې په عربی اماراتو کې دی خو ځینې یې ټولو ته گټورې پرېوځی.

څنگه سپما کولاى شئ؟

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

هره میاشت خپل شخصی لگښت لپاره یو څه پیسې بېلې کړئ او له هغې ډېرې مه کاروئ.

هره میاشت خپل شخصی لگښت لپاره یو څه پیسې بېلې کړئ او له هغې ډېرې مه کاروئ.

تورې پیسې غونډ کړئ یو ځاى یې کېږدئ. د درملنې پر ځاى د ناروغۍ د مخنیوی لپاره لگښت وکړئ.

د دویم لاس توکو بازار (کهنه فروشۍ) ته سر ورښکاره کوئ ځینې مهال ښه توکی پېرودلى شئ.

د خپل گاډی سرویس یا پالنه په منظم ډول وکړئ، چې په کې کومه لویه ستونزه رامنځته نشی.

کورته خدمتگار یا خدمتگاره مه گومارئ، کارونه مو په خپله وکړئ.

خپلو لگښتونو لپاره تل یو حد وټاکئ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112798

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *