ورځپاڼو ته کتنه: پاکستانى پوځ د مدنی حقونو یوۀ سوله ییز غورځنگ ځپلو هڅه کوی

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 104430

د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی

د انځور حقوق
EPA

Image caption

مطلب کې راغلی چې د پی ټی اېم غړی له هر احتجاج وروسته د بلوا، خیانت او ترهگری په تور نیول شوی چې یو شمېر یې لا هم بالکل نادرکه دی.

امریکایۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پښتون ژغورنې غورځنگ په تړاو یو مطلب خپور کړى چې وایی پاکستانى پوځ د مدنی حقونو د یوۀ ملاتړی غورځنگ د ځپلو هڅه کوی چې د نه تاوتریخوالی یا عدم تشدد لاره تعقیبوی.

دا لیکنه د دغه غورځنگ مشر منظور احمد پشتین کړې. نوموړی په خپله لیکنه کې ډیورنډ کرښې ته نژدې قبایلی سیمو کې خلکو ته د سر او مال اوښتی زیانونه او هغو ناخوالو ته اشاره کړې چې دوى ورسره مخ دی او له هغو پښتنو سره چې د پاکستان نورو سیمو ته تللی د شوی ناسم چلند یادونه کړې.

ښاغلى پښتین وایی د دوى غورځنگ سوله ییز دى او پښتنو لپاره د امنیت او سیاسی حقونو غوښتنه کوی او غواړی چې د امنیتی ځواکونو او اورپکو له لوری د زرگونو پښتنو د وژل کېدو په تړاو پلټنې وشی.

د ښاغلی پښتین په وینا، دوى له پاکستانی مشرتابه سره گڼې ناستې کړی او ځینو جنرالانو ان په علنی یا څرگنده توگه د دوى شکایتونه منلی خو د د دوى د اندېښنو لېرې کولو لپاره یې گام نه دى پورته کړى.

مطلب کې راغلی چې د پی ټی اېم غړی له هر احتجاج وروسته د بلوا، خیانت او ترهگری په تور نیول شوی چې یو شمېر یې لا هم بالکل نادرکه دی.

  • پښتون ژغورنې غورځنګ کې ښځې: د ژوند حق غواړو
  • پښتون عمران چېرې دی؟
  • ورځپاڼو ته کتنه: ‘امریکا او روسیې د غنی حکومت له پامه غورځولی’

منظور پښتین د ارمان لوڼی د وژنې پېښې ته هم اشاره کړې او په تېر جولاى کې د پی تی اېم پر غړود طالبانو له وری شوی وسلوال برید ته یې اشاره کړې او وایی د پوځ یوۀ ویاند دغه طالب وسلوال د سولې د کومیټې غړی وبلل چې او هغوى یې وستایل چې په وینا یې ترهگری سره جگړه کوی او د ثبات په راوستو کې خپله ونډه اخلی.

نوموړی په پاى کې لیکی، قانونی او اداری بدلونونه وخت نیسی خو غږ پورته کول او د هغه ویرې کمول چې امنیتی ادارو له کلونو پر خلکو کینولى و د دغه غورځنگ د بری محک دى ان که د پی ټی اېم مشران بندیان او یا له منځه یوړل شی.

خو پاکستانی چارواکو ویلی چې پی ټی اېم قانونی غوښتنې منی او د دوى شرطونه یې پرځاى کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104430

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *