ورځنی افکار/ مهاتما ګاندی

  • خپرول: ۱۶ حمل ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 15627

ژباړن: حیات الله ژوند

مهاتما ګاندی خپل ملګری انند هینګورانی ته کابو دوه کاله (۱۹۴۴- ۱۹۴۶) خپل ورځنی افکار ولیکل، انند وروسته بیا د مرګ په باب د مهاتما ګاندی خپاره واره بحثونه راټول په کتابی بڼه یې په ۱۹۷۱ زېږدیز کال کې چاپ کړل او د مرګ په اړه یې دغه څو ورځنی اندونه هم پکې راوړل.

جنوری. ۴. ۱۹۴۵

مرګ او ژوند د یوې سکې دوه اړخه دی. زوکړه د سکې پر یوه اړخ او مرګ یې پر بل اړخ هک شوی دی. نو ولې د دغه لپاره غم او د هغه لپاره خوښی کوو؟

جنوری. ۵. ۱۹۴۵

ژباړن: حیات الله ژوند

که د زوکړې او مرګ په اړه دا خبره سمه وی_ چې سمه هم ده؛ نو ولې له مرګه ووېرېږو یا پر هغه [زوکړه] خوښی وښییو او پر دغه [مرګ] غم؟ هر انسان باید له ځان نه دا پوښتنه وکړی.

جنوری، ۱۵. ۱۹۴۵

یوه علقمن سړی موږ ته مساپر ویلی دی، په رښتیا هم چې موږ یو. دلته تر یو څو ورځو ډېر ژوند نه کوو او تر هغه وروسته مرو هم نه، خپل رښتینی کور ته ځو. څومره رښتینی او ښکلی اند.

مارچ. ۱۲. ۱۹۴۵

انسان پوهېږی، چې د مرګ پر مهال د خدای د نوم تر ذکره بل ښه ژوغورونکی او ارام بښوونکی څه نشته؛ خو بیا هم د خدای نوم په خوله نه راوړی، ولې؟

اپرېل. ۲۸. ۱۹۴۵

حیرانونکې خبره خو دا ده، چې هغه کس چې وایی، له مرګ نه نه وېرېږم، تر بل هر چا ډېر وېرېږی او له مرګ نه د خلاصون لپاره هرې وسیلې ته لاس اچوی.

مې. ۶. ۱۹۴۵

مرګ په هر حال کې له درد او رنځ نه د خلاصون یوه لار ده، که څنګه؟ که داسې ده؛ نو ولې یې د رارسېدلو پر مهال خپه کېږو او په چیغو چیغو ژاړو؟

مې. ۱۱. ۱۹۴۵

انګرېزی متل دی: «بې زړه سړی تر مرګ وړاندې څو ځله مری.» لکه څنګه چې مې تل ویلی دی، مرګ له رنځ او درد نه د خلاصون په مانا ده. وېره رنځ او درد زیاتوی.

جولای. ۱۹. ۱۹۴۵

ژوند غیرحقیقی؛ خو مرګ حقیقی او حتمی دی. (نانک_ د سیک مذهب بنسټګر)

مارچ. ۱۸. ۱۹۴۶

چې پر دې هم ښه پوهېږو، چې مرګ همدا شېبه رارسېدلی شی؛ نو ولې د نن کار سبا ته پرېږدو؟

مې. ۷. ۱۹۴۶

ډېری خلک د ناروغۍ له امله نه، بلکې له ناروغۍ نه د وېرې له امله مری.

جولای. ۲۹. ۱۹۴۶

انسان همېشه د مرګ په زامو کې ژوند کوی او هغه وخت مری، چې مرګ خپلې زامې ټینګې کړی.

جنوری. ۳۰. ۱۹۴۶

اوس چې خبره  داسې ده؛ نو غرور د څه لپاره؟

جولای. ۱۰. ۱۹۴۶

انسان هغه مهال مری، چې د ژوند له منشا سره_ چې خدای دی_ اړیکه پرې کړی، نه هغه مهال چې سا یې له تن نه ووځی.

ډسمبر. ۶. ۱۹۴۶

په مرګ کې بریا نغښتې ده.

ډسمبر. ۸. ۱۹۴۶

چې مرګ مو تل او پرلپسې ګواښی هم، نو ډار د څه لپاره؟

اړوند مطالب


د خدای قوانین/ لیکوال: مهاتما ګاندی


ګاندی او غنی/ فرهاد زهیر


مسلمان ګاندی” / شهسوار سنګروال


ایمان او برهان/ لیکوال: مهاتما گاندی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=15627

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *