وال ستریت ژورنال: د دوه مهمو ټاکنو د شتون سربېره، جنایات په افغانستان کې زیاتوالی موندلی

  • خپرول: ۳۱ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 85244

یوې بهرنی رسنې د ټاکنو په درشل کې د افغانستان حالاتو په اړه لیکلی، په داسې حال کې چې افغانستان په راتلونکې میاشتو کې له دوه مهمو ټاکنو سره مخ دی، خو تاوتریخوالۍ، جرم او جنایات په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د سقوط په پرتله زیاتوالی موندلی دی.
وال ستریت ژورنال تېره ورځ د افغانستان په اړه په یو مطلب کې لیکلی، د راتلونکې اوه میاشتو په ترڅ کې په افغانستان کې به دوه مهمې ټاکنې ترسره شی. خو اوس مهال د نورو وختونو په پرتله د جرمنو او جنایاتو کچه زیاتوالی موندلې ده.
ددغه مطلب په دوام راغلی، پارلمانی ټاکنې د سږکال د تلی په میاشت او ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې کال د وری په میاشت کې ترسره کېږی. پرمختللې سیاسی تاوتریخوالۍ د باثباته حکومتدارۍ په وړاندې خنډ رامنځته کړی دی.
دغې ورځپاڼې لیکلی، له هغه وخته راهیسې چې طالبان په ۲۰۰۱ کال کې له سقوط سره مخ شول، د جرمنو او جنایاتو کچه د نورو وختونو په پرتله زیاتوالی موندلې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=85244

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *