واشنګټن پست: شونی ده امریکا پاکستان ته خپلې مرستې له سره پیل کړی

  • خپرول: ۳۱ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 85210

یوې امریکایی ورځپاڼې اعلان کړی، چې د پاکستان د لومړی وزیر څوکۍ لپاره د عمران خان ټاکل کېدل لامل شوی ترڅو امریکا په سیمه کې له خپل اصلی ملګری پاکستان سره خپلې اړیکې تر بیاکتنې لاندې ونیسی.
د واشنګټن پست ورځپاڼې د راپور له مخې،په پاکستان کې د واک له دموکراتیک لېږد وروسته، د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ ځینو سلاکارانو اعلان کړی چې اوس مهال ددې وخت رارسېدلی ترڅو واشنګټن پاکستان ته خپلې مالی مرستې چې د سږکال په لومړیو کې درول شوې وې، له سره ونیسی.
په پاکستان کې د امریکا سفیر تردې وړاندې هم اعلان کړی وو چې د امنیت په برخه کې د امریکا ددغو مرستو بندېدل یوه ناوړه پرېکړه وه.
امریکا څه موده وړاندې له ترهګرو سره د اسلام اباد د مرستې په خاطر پاکستان ته د سل میلیون ډالرو په ارزښت خپلې مرستې وځنډولې.
پاکستان له ترهګرو سره هرډول مرستې ردوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=85210

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *