واشنګن پست ورځپاڼه: په افغانستان کې د ټاکنو په نېږدې کېدو سره امنیتی ګواښونو خلک اندېښمن کړی

  • خپرول: ۱۸ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 130361

واشنګټن پوسټ امریکایی ورځپاڼې لیکلی، په افغانستان کې ولسمشریزو ټاکنو ته یوه میاشت پاتې ده، خو عام افغانان دغو ټاکنو ته خوشبینه نه دی او د نورو ستونزو سربېره امنیتی ګواښونو خلک اندېښمن کړی دی.
ورځپاڼې لیکلی، د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال په کابل ښار کې د طالبانو د تېرې ورځې خونړی برید د خلکو اندېښنه او پوښتنې نورې هم زیاتې کړی دی.
د تېرې ورځې له چاودنې وروسته د کورنیو چارو وزارت امنیتی مرستیال خوشحال سعادت یوې خبری غونډې ته وویل، حکومت په هره کوڅه کې امنیتی ساتونکی نه شی ځای پر ځای کولی او زیاته کړې یې وه، چې له داسې بریدونو د طالبانو موخه دا ده، چې ولس د حکومت پر ضد راپورته کړی.
د ګډ حکومت مشر اشرف غنی او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د تېرې ورځې برید غندلی دی.
خو واشنګټن پوسټ لیکلی، د غندنو سربېره عام افغانان فکر کوی، چې حکومت د خلکو په ژغورلو کې پاتې راغلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130361

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *